ټرمپ: پوځ دې د موزمبیق له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پوځ ته امر کړی دی چې له موزمبیق سره چې پهدې وروستیو کې ورته توپانونو او سېلابونو ځاني او مالي تاوانونه اړولي مرسته وکړي.
په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ وروسته تر هغې دا خبره وکړه چې موزمبیق له توپان او سېلاب ځپلو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه.
د متحده ایالاتو پوځ ویلي چې تر راتلونکو ورځو پورې به د ۶ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې موزمبیق ته برابرې کړي.
توپانونو او سېلابونو په موزمبیق کې ۴۴۶ کسان مړه کړي دي.
دغهراز د زېمبابوې او مالاوی وګړو ته هم دې طبیعي پېښو ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.