د ونزوئلا چارواکي: ۲ روسي پوځي الوتکې کاراکاس ته رسېدلي
د ونزوئلا چارواکو اسوشیټېډ پریس اژانس ته ویلي دي چې د روانې اوونۍ په سر کې دوه روسي پوځي الوتکې د دې هېواد پایتخت کاراکاس ته رسېدلي دي.
ونزوئلا ته د روسيې پوځي الوتکو او نظامي چارواکو سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ برخه بلل شوې ده.
ونزوئلايې مقاماتو تأیید کړې چې پهدې دوه الوتکو کې شاوخوا سل روسي پوځي سرتیري هم موجود وو.
روسيې په تیره دسمبر میاشت کې ونزوئلا ته خپلې دوه اټمي وسلې لېږدونکي جنګي الوتکې واستولې چې دې اقدام د امریکا او د سیمې د یو شمېر هېوادونو سخته غُصه وپاروله.
روسیه د ونزوئلا له ولسمشر نیکولاس مادورو ملاتړ کوي بل لورته بیا متحده ایالات او زیات شمیر اروپايې هېوادونه د یان ګواېدو پلویان دي چې ځان يې د ونزوئلا ولسمشر اعلان کړی دی.