د ناروې په سواحلو کې له حرکته لوېدلې بېړۍ پرون وچې ته ورسېده
د سېلانیانو یوه بېړۍ چې د طوفاني هوا په خاطر د ناروې په سواحلو کې له حرکته لوېدلې وه، پرون ناوخته وچې ته ورسېده.
د وایکنګ سکای دې سېلاني بېړۍ ټولې سپرلۍ د هلیکوپټرو په واسطه وژغورل شوې.
وایکنګ سره له څو نورو کومکي بېړیو پرون ناوخته ساحل ته ورسېده.
د بېړۍ درېیمه برخه سپرلۍ چې ۱۳۷۰ کسان وو، پرون شپه ژغورل شوې وه.
د ناروې د پولیسو په خبره، ۱۷ ژغورل شوي کسان د ټپونو په سبب روغتون ته ورسول شول.
د وایکنګ توريستي بېړۍ اکثره سپرلۍ امریکایان او بریتانویان وو.