ټرمپ د رابرټ مولر د نهایي څېړنیز راپور د خپریدو غوښتنه وکړه
ډونالډ ټرمپ پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته په خبرو کې یو ځل بیا پر دغې څېړنې چې له دوو کالو راهیسې روانه ده انتقاد وکړ او هغه یې مسخره وبلله.
ټرمپ وویل، پریږدئ چې دغه راپور خپور شي او خلک یې وویني چې هغه قانوني دی او که نه؟
ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د راپورونو له مخې د مولر څیړنې بشپړیدو ته نژدې شوي دي.
مولر د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له روسیې سره د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د همکارۍ په اړه څېړنه کوي.
مولر به خپل دغه محرم راپور لومړی د امریکا د عدلیې وزیر او لوی څارنوال ویلیام بار ته سپاري او بار به وروسته په یوه راپور کې د هغه مهمې برخې له کانګرس سره شریکوي.
بار غواړي له قانون سره سم هر څومره ډېر چې کیدای شي خلک د مولر له دغې څیړنې خبر شي.