په بلوچستان کې وسلهوالو طالبانو شپږ ملېشه عسکر وژلي
حمله نن چهارشنبه د مارچ شلمه د بلوچستان په زیارت سیمه کې شوې ده.
د حملې مسؤلیت د پاکستاني طالبانو ډلې، تحریک طالبان پاکستان اخېستی دی.
دې ډلې په یوه بیان کې ویلي چې دا حمله یې په بلوچستان کې د ملېشه ځواکونو په عملیاتو کې د خپلو ملګرو د قتل د غچ اخېستلو لپاره کړې ده.