اروپايي کمېسیون: غړیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو شمېر ۱۱ سلنه لږ وو
دا کمېسیون په عین حال کې ویلي چې بیا هم د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې تر ټولو زیات ثبت شوي پناه غوښتونکي د سوریې، افغانستان او عراق د هېوادونو اتباع وو.
د اروپايي کمېسیون په وینا په ۲۰۱۸ میلادي کال ۵ لکه ۸۰ زره۸۰ تنو د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې حال دا چې په ۲۰۱۷ میلادي کال ۶ لکه ۵۴ زره ۶۰۰ تنو د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.