چارواکي: د غزني په اندړو کې هوایي برید درې وسلهوال وژلي
د ولایت ویاند محمد عارف نوري نن ازادي راډیو ته وویل، دغه برید له غزني ښاره په ۱۵ کېلو مترۍ کې د وسلهوالو پر یوه موټر شوی دی.
بل لور ته بیا له سیمې ځینو خلکو د نوم او غږ نهخپرولو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، په دې هوایي بريد کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولایتي شورا مرستیال امانالله کامراني بیا وايي، په دغه برید کې دوه موټر په نښه شوي چې یو فېلډر موټر بمبار شوی او بل هم ټونس دی چې تر اوسه پورې معلومه نهده چې بمبار شوی او که پر ماین ختلی دی.
دی وايي، په دغه پېښه کې وسلهوال وژل شوي دي.