په واشنګټن کې سلګونو اعتراض کوونکو په ایران کې د رژیم بدلون وغوښت
اعتراض کوونکو هغه څه چې دوی یې د ایران د خلکو پر ضد د تهران جنایات بولي، هم غندلي دي.
په واشنګټن کې دې اعتراض کوونکو د ایران بیرغ او ځینو یې د ایران د ملي مقاومت د شورا د مشرې مریم رجوي تصویرونه لېږدول.
په ایران کې د ملي مقاومت د شورا پر فعالیت بندیز لګیدلی دی.
د امریکا د ولسمشر ټرمپ ادارې هم د ایران پر ضد اقدامات کړي او تهران یې په منځني ختیځ کې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی.
واشنګټن همدارنګه ایران تورنوي چې د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو خلاف د اټمي وسلو د تر لاسه کولو هڅې کوي.
خو ایران دا تورونه نه مني.