په پکتیا کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا د يوې پروژې پرانيسته وشوه
نصیر عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پروژې ټولیز ارزښت ۱۰۶ میليونه افغانۍ کېږي چې ۷۰ سلنه یې سوداګرو ښځو ته ځانګړی شوی، څو دغه ښځې د خامک دوزۍ، قالین اوبدلو او د غذايي موادو د تولید په برخه کې خپلو فعالیتونو ته وده ورکړي.
ښاغلی عالمیار وايي، د دغې پروژې موده پنځه کاله ده او اوسمهال د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او احمد ابا ولسوالۍ کې پيل شوې چې وروسته به په نورو ولسوالیو کې هم پیل شي.
دی وايي، د دغې پروژې د پلي کولو هدف د سوداګرو ښځو په اقتصادي وضعیت کې بدلون او اقتصادي وده ده.