باچله: له چینه به د ایغوریانو په اړه د څېړنې اجازه ترلاسم کړم
څه باندې یو میلیون کسان چې ډېری یې مسلمانان دي د چین په هغو ځایونو کې ساتل کېږي چې د چین حکومت یې تعلیمي او تربیوي مرکزونه بولي، خو فعالان وایي دا د ډلهییزو توقیفونو مرکزونه دي.
باچله چې نن یې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته خپل کلنی راپور وړاندې کړ، وویل چې په شینجن کې ارامي او پرمختیا هغه مهال راتلای شي چې د چین چارواکي د خلکو حقونو ته درناوی وکړي.