پاکستان له هند سره خپل هوايي قلمرو قسماً پرانېست
پاکستان له هند سره د کړکېچ د کمولو د یوې نښې په توګه نن خپل هوايي قلمرو قسماً پرانېست.
د پاکستان د ملي هوايي چلند ادارې نن په کراچۍ، اسلام آباد، پېښور او کوټه کې ټولو کورنيو او نړیوال پروازونو ته د تګ راتګ اجازه ورکړه، خو دې ادارې یادونه کړې چې د نورو ښارونو او له هغې ډلې له هند سره په ګډ سرحد کې د پراته ښار لاهور الوتنې به د یکشنبې تر ورځې پورې بندې وي.
پاکستان خپل هوايي قلمرو د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه بند کړچې د هند د یوې جنګي الوتکې د راغورځولو خبر یې ورکړ او د هغې پیلوټ یې اسیر کړ.
تمه ده چې اسیر پیلوټ به نن د صدراعظم عمران خان له خوا د سولې لپاره د یوه اقدام په ترڅ کې هند ته وسپارل شي.