دفاع وزارت: د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۵۶ وسلهوال وژل شوي
دفاع وزارت په یوه بیان کې چې نن سهار خپور شو ویلي دي چې دا حملې د لسګونه کومانډويي عملیاتو او هوايي حملو په ترڅ کې ترسره شوې دي.
په بیان کې راغلي دي چې دا عملیات د لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان، بغلان او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ترسره شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.