د مصر په مرکز قاهره کې د اور لګېدو پېښې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژلي
د مصر امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې اور وروسته له هغه ولګېد چې اورګاډي په رمسیس تمځای کې د پیاده رو له لوړې څوکۍ سره ټکر وکړ.
نا تأیید شوي راپورونه وایي، دا اور لګېدنه د تېلو په یوه ټانک کې د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
د قاهرې چارواکي وایي، ښایي د تلفاتو شمېر ډېر شي.
لسګونه امبولانسونه او د اور وژنې کار کوونکي د پېښې ځای ته ورغلي دي.