د طالبانو او امریکايي چارواکو د خبرو نوی پړاو پیلېږي
په داسې حال کې چې ټاکل شوې د طالبانو استازي او امریکايي چارواکي راتلونکې اوونۍ په قطر کې د خبرو نوی پړاو پیل کړي، د طالبانو ځینو مشرانو ویلي دي چې د دې ډلې د سیاسي دفتر نوی رئیس ملا عبدالغني برادر ښايي په دې خبرو کې ګډون ونه کړي.