ډونالد ټرمپ هدي مثنی ته امریکا ته د ستنېدو اجازه ورنهکړه
د راپورونو پر اساس، مثنی د امریکا په نیوجرسي ایالت کې زېږېدلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د فبرورۍ په ۲۰مه وویل چې هدي مثنی په سوریه کې د بېځایه شویو کورنیو په کمپ کې اوسېږي، یو ماشوم لري او قانوني دعوا نهشي کولای چې د امریکا تابعیت لري.
پامپیو وویل چې مثنی د امریکا پاسپورټ او امریکا ته د مسافرت ویزه نهلري.
خو هغه توضیح نهکړه چې دا ۲۴ کلنه ښځه ولې د امریکا تابعیت نهلري.
د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ امر کړی چې هغې ته دې امریکا ته د ستنېدو اجازه نهورکول کېږي.
خو د هدي مثنی وکیل، حسن شُبلي ویلي چې هغه په امریکا کې زېږېدلې، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له داعش سره یوځای شوې او هغه وختیې امریکايي پاسپورټ درلود.
د شُبلي په وینا، هدي مثنی په الاباما ایالت کې اوسېدلې ده.
د هدي مثنی پلار یمنی دی.