په تخار کې د هاوان مرمۍ د يوې کورنۍ درې غړي وژلي
د تخار د والي وياند محمد جواد هجري ازادي راډيو ته وويل چې د پېښې په نتيجه کې يې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.
په وروستۍ پېښه کې په دشت قلعه کې د هاوان یوه مرمۍ پر يوه استوګنځای لګېدلې چې پکې د دوو کوچنیانو په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اته نور يې ټپیان شوي دي.
خو د ولایتي شورا منشي محمد اعظم عظيمي نن ازادي راډيو ته وويل چې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په شهر کهنه سيمه کې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اته نور يې ټپیان شوي او د بلې کورنۍ دوې لوڼې، مور او پلار يې ټپيان شوي دي.
د ښاغلي عظیمي په وينا، د دشت قلعه ولسوالۍ شهر کهنه سيمه د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ پرته ده او تر اوسه روښانه نه ده چې دا فیرونه له کومې خوا شوي، خو د تخار د والي وياند جواد هجري وايي چې د هاوان دا مرمۍ وسله والو طالبانو ويشتلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.