ټرمپ نن د کانګرس له خوا له یوه ټاکلي ضرب الاجل سره مخ دی
د امریکا د کانګرس له خوا د فبرورۍ د اتمې نېټې دا ضرب الاجل داسې وخت را رسېږي چې دوو نویو راپورونو د امریکا د کانګرس غړي هڅولي، څو د سعودي عربستان خلاف د جمال خاشقجي د وژل کېدو له کبله د سختو اقداماتو ګواښ وکړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې ګزارشګرې اګنیس کالامارډ د پنجشنبې په ورځ ترکیې ته له سفر وروسته وویل، شوهدا د جمال خاشقجي د "وحشیانه او مخکې پلان شوې" وژنې څرګندونه کوي او ښيي چې دا وژنه مخکې له مخکې پلان شوې او ورته چمتووالی نیول شوی و.
جمال خاشقجي په امریکا کې مېشت سعودي ژورنالېست و چې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې یې د سعودي پر مشرتابه انتقادي لیکنې کولې.
نوموړی په اکټوبر میاشت کې په استانبول کې د ځینو اسنادو تر لاسه کولو لپاره د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ننوت، خو بېرته ژوندی راونه وت.
په عین حال کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو شمېر چارواکو له خولې چې د امریکا استخباراتي معلومات یې لیدلي، ویلي چې د سعودي شهزاده محمد بن سلمان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې خپل یو همکار ته په یوه ټیليفوني مکالمه کې ویلي، که جمال خاشقجي له متحده ایالتونو سعودي عربستان ته راستون نه شي، نو "له مرمیو" سره به پسې ورشي.
ریاض که څه هم په پیل کې د جمال خاشقجي د نادرکۍ څخه بې خبري ښوده، خو وروسته یې ومنله چې په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی.
خو دا لا هم نه مني چې د دې وژنې امر دې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ورکړی وي.