د اسرائیلو صدراعظم دوه اوونۍ وروسته د روسیې له ولسمشر سره ګوري
بنیامین نتانیاهو د سې شنبې په ورځ وویل، هېواد به یې د جولان په لوړو کې د ایران لهخوا د یوې جبهې د پرانیستلو د هر ډول هڅو مخه ونیسي.
بنیامین نتانیاهو زیاته کړه:
"له ولسمشر پوتین سره څو میاشتې مخکې په پاریس کې د خبرو او زموږ له ټیلیفوني تماسونو وروسته، زه به د فبرورۍ په ۲۱ مه نېټه روسیې ته ولاړ شم."
اسرائیل په وروستیو کې په سوریه کې بریدونه زیات کړي او وايي، هدف یې دغلته د ایران د ګټو لهمنځه وړل دي.
په تهران کې بیا د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني د سې شنبې په ورځ اسرائیل ته خبرداری ورکړ چې که پر سوریه برید وکړي، د ایران له لوري دې د قاطع عکسالعمل منتظر و اوسي.
روسیه او ایران په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم له مهمو ملاتړو هېوادونو څخه دي.