په تخار کې ۲ ژورنالېستان د وسلهوالو کسانو لهخوا وژل شوي
د راپورونو له مخې، شفیق اریا او رحیم الله چې عمرونه د شل کلنۍ په شاوخوا کې ګڼل شوي او د «همصدا» په نوم د یوې راډیو د خپرونو وړاندې کوونکي وو، د سې شنبې په ماښام په تالقان ښار کې د خپل کار په دفتر کې د وسلهوالو په ډزو وژل شوي دي.
د «همصدا» د سیمهییزې راډیو مشرې سیمین حسیني ویلي، دوی نه پوهېږي چې په یو وخت د دې دوو خبریالانو د وژلو انګېزه څه وه.
د تخار د والي ویاند جواد هجري ویلي، بریدګر وسلهوال د پېښې له ځایه تښتیدلي او پولیس یې په لټه او د پېښې په څېړنه بوخت دي.
په عین حال کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی له حکومته غوښتي چې د دې پېښې په اړه دې هر اړخېزې څېړنې ترسره کړي.
په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ ادارې وايي، په ۲۰۱۹میلادي کال کې چې یوه میاشت او څو ورځې یې تېرې شوي، تر اوسه پهدې هېواد کې درې خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي دي.