ايټالیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ايستلو غور کوي
دا خبره د ايټاليا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي نن په روم کې وکړه.
دې سرچينې خبريالانو ته ويلي، د ايټاليا د بهرنیو چارو وزيرې روبرټا پینوتي د دې هېواد له پوځه غوښتي چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه خپل لومړی پلان جوړ کړي.
د سرچينې په وينا د ځواکونو د وتلو د وخت چوکاټ ښايي ۱۲ مياشتې وي.
ايټاليا په افغانستان کې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې نظامي حضور لري او اوسمهال په دې هېواد کې ۹۰۰ ځواکونه لري چې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې فعاليت کوي.