په قرغزستان کې يوه ښځه په نژادي نفرت اچونه تورنه شوه
د قرغزستان په پلازمېنه کې يوې محکمې حکم وکړ چې ګل جميله سپرلايوا به دوه مياشتې توقيف شي.
د دې قضيې په اړه پلټنې دوام لري.
د بشري حقونو فعال امانبول باباکولوف د ازادي راډيو ځايي څانګې ته ويلي چې ۵۶ کلنه سپرلايوا د جنورۍ په درويشتمه ونیول شوه.
دا له هغو پنځو سوو لاریون کوونکو وه چې په بشکيک کې د جنورۍ په اوولسمه راټول شوي وو او د چین په شینجیانګ سیمه کې يې د مسلمانانو د ځپنې پر ضد اعتراض کاوه.
لاریون کوونکو له چارواکو غوښتل چې په قرغزستان کې چينايي وګړي له قرغزستانه وباسي چې د دوی په وينا، په غير قانوني توګه هلته اوسي.
د کورنيو چارو وزارت وروسته وويل چې ۲۱ اعتراض کوونکي د عامه نظم په اخلالولو تورن شول او هر یو پنځه څلوېښت ډالره جريمه شو.