په هلمند کې د نشه یې توکو یوه فابریکه او یو سلاکوټ له منځه وړل شوي
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د طالبانو سلاکوټ او د مخدرو موادو فابریکه یې په مارجې ولسوالۍ کې له منځه وړي دي.
د دې ریاست په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۳ زره کیلو چاودېدونکي مواد ویجاړ شوي دي.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.