په غزني کې د لاجورد لارې د ارﺯښت په اړه علمي سمينار ترسره شو
په غونډه کې د ځایي مسوولينو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو، محصلينو او فرهنګي فعالانو تر څنګ د دې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړى وو او ځینو یې ویناوې وکړې.
د غزني والي وحيدالله کليمزي په غونډه کې د لاجورد علمي سمينار ته په خپله پرانېستونکي وينا کې دغه لار د افغانستان د اقتصادي ودې لهپاره خورا مهمه او له سياسي او اقتصادي اړخه يوه لويه لاسته راوړنه وبلله.
د هغه په وينا د لاجورد لارې په پرانېستلو سره نه يوازې افغانستان د ګاونډيو هېوادونو له اقتصادي او سياسي انحصاره خلاص شو، بلکې افغان سوداګر به وکولاى شي په کم لګښت او لږ وخت کې د هېواد صادراتي مالونه نړيوالو باﺯارونو او اروپا ته ولېږدوي.