باجوه: د افغانستان سوله د سیمې لپاره حیاتي ده
باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د سیمې لپاره حیاتي ده.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر «ای. اېس. پي. ار» په یوه بیان کې لیکلي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزف ووټل او پلاوي یې پرون په راولپنډۍ کې له باجوه سره لیدلي.
د بیان له مخې جیو ستراتېژیک مسایل، د سیمې امنیت او د افغانستان سوله او پخلاینه د بحث موضوعګانې وې.