په مکسیکو کې د چاودنې له امله د وژل شویو شمېر ۸۵ ته لوړ شوی
دا خبره د مکسیکو د روغتیا وزیر کورښې الکوسېر تأیید کړه.
الوکسېر زیاته کړه چې ۵۸ نور کسان هم بستري شوي دي.
په مرکزي مکسیکو کې د ګازو د پایپلاین دا چاودنه هغه وخت د جمعې په ورځ وشوه چې ۸۰۰ کسانو په تلاهولیپن سیمه کې له لیک شوي پایپ نه تېل وړل.
د چاودنې د علت په اړه څېړنې روانې دي.