په امریکا کې د ایران د یوه ټلویزیون نیول شوې خبریاله نه ده تورنه شوې
د امریکا د فدرالي محکمې د اسنادو پر اساس، د یو ایراني ټلویزیون خبریاله چې په امریکا کې زېږیدلې او دغلته په وروستیو کې توقیف شوې، په کوم جرم نه ده تورنه شوې.
مرضیه هاشمي د ایران د انګلیسي ژبې ټلویزیون پرېس ټي وي خبریاله ده.
د دې زوی وايي، مور یې د تېرې یکشنبې په ورځ د امریکا د فدرالي پولیسو له خوا په سنټ لویس کې نیول شوې ده.
هغه له نیول کېدو وروسته واشنګټن ته لېږدول شوې.
تر اوسه د دې خبریالې د نیول کېدو دلیل نه دی روښانه شوی.
چارواکو ویلي، تمه کېږي چې مرضیه هاشمي به د هغې د بیان اخیستلو وروسته خوشې شي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دا کار به څه وخت وشي.
ایران سمدستي د دې خبریالې د خوشې کېدو غوښتنه کړې. ایف بي ای او د امریکا د عدلیې وزارت په څرګنده توګه د هاشمي د قضیې په اړه تبصره نه ده کړې.