روان کال ۵ زره ټنه محصولات د هوايي دهلېزونو له لارې صادر شوي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په روان کال کې ۵ زره ټنه بېلابېل محصولات د هوايي دهلېزونو له لارې صادر شوي دي.
د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل، د هوايي دهلېزونو له لارې محصولات په کم وخت کې بهرنیو مارکېټونه ته رسېږي او په ښه بیه پلورل کېږي چې په یو ډول بهرنیو محصولاتو سره د افغان محصولاتو د سیالۍ زمینه هم برابروي.
ښاغلی الکوزی وايي، له افغانستانه تر ډېره وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، قرقل او یو شمېر نور محصولات هند، چین، دوبۍ، ترکیې او نورو هېوادونو ته صادرېږي.