روسیې له نارډ سټریم پروژې د جرمني له ملاتړه هرکلی وکړ
روسيې اروپا ته د دې هېواد د طبيعي ګاز د انتقال له پروژې د جرمني د ملاتړ هرکلی کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون وویل، د نارډ سټریم دوه پروژه یوه تجارتي پروژه ده چې هدف يې د اروپا په لویه وچه کې د انرژۍ تامین دی.
ښاغلي لاوروف پرون د جمعې په ورځ له خپل جرمني سيال هایکو ماس سره په مسکو کې د خبري کنفرانس پر مهال وويل:
"د دې حقیقت چې د جرمني حکومت د نارډ سټريم ۲ د ګازو د نل لیکې ملاتړ کوي، درناوی کوو او دې ته د یوې تجارتي طرحې په توګه د طبيعي ګازو د لېږد پر لور د اسانتيا رامنځته کولو او په پای کې په اروپا لویه وچه کې د انرژۍ د امنیت د پرمختګ په توګه ګورو."
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له نارډ سټريم ۲ پروژې سره خپل سخت مخالفت څرګند کړی او پر جرمني يې له روسیې سره د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ په خاطر سخت انتقاد کړی دی.
د نارډ سټریم پروژه یو پايپ لاین دی چې ۱۲۲۴ کیلومتره اوږدوالی لري او په بالتیک سمندرګي کې له اوکراينه تر بلاروسه ځي او د روسیې ګاز لوېديځې اروپا ته انتقالوي.