د دوشنبې ماښام په انتحاري حمله کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۱۳ ټپیان دي.
د ګرین وېلېج په نوم د بهرنیانو پر یوه کمپ تېر ماښام اووه بجې د موټر بمب حمله وشوه.
طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.
د ازادي راډیو خبریاله لېمه هادي د کابل ښار روغتونونو ته تللې او له یو شمېر ټپیانو سرهیې خبرې کړې دي.