جرمني کې یو افغان ايران ته د معلوماتو ورکولو په تور نيول شوی
د جرمني د څارنوالۍ ادارې پهدې اړه اعلاميه خپره کړې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې تورن کس چې عبدالحميد اېس ياد شوی، نن محکمې ته وړاندې کېږي.
اعلاميې ويلي، داسې شک و چې عبدالحميد اېس له یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې سره کار کوي.
دا کس د ژبې متخصص و او د جرمني له پوځ سره يې د فرهنګي سلاکار په توګه کار کاوه.
اعلاميه وايي، ده د ايران استخباراتي ادارې ته د جرمني کورني معلومات ورکړي دي.