په کابل کې د واليبال د سیالیو اتم پړاو نن پیل شو
د والیبال فدراسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوشنبې له ورځې پیل دغه پړاو ته اتو لوبډلو لار پیدا کړې.
دا فدراسیون وايي، په دغو سیالیو کې د ټول افغانستان څخه د والیبال پیاوړ لوبډلو ګډون کړی و.
جهان سپور، جیلاني، کام ایر، سره میاشت، جوزجان، دعوت، خراسان او ملي افغان هغه لوبډلې دي چې دغه پړاو ته يې لار پیدا کړې.
دا سیالۍ چې د روانې میلادي میاشتې له پیل راهیسې د والیبال په مرکزي لوبغالي کې پیل شوې وې، پکې هره ورځ څلور څلور سیالۍ پلان شوې وې.