په پاریس کې په یوه نانوايي کې چاودنې دوه تنه اور وژونکي وژلي
د پاریس په مرکزي سیمه په یوه نانوايي کې چاودنې لږترلږه دوه تنه اور وژونکي وژلي دي.
چارواکي وايي، دوی باور لري چې د شنبې د ورځې دا چاودنه د سون د ګازو له کبله رامنځته شوې ده.
په پېښه کې ۴۷ کسان ټپیان شوي هم دي چې د لسو تنو روغتیايي وضعيت ښه نه دی.
یو عیني شاهد د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، اور وژونکي تر چاودنې تقریباً یو ساعت مخکې دې نانوايي ته ننوتي وو.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریسټوف کاستانر خبریالانو ته ویلي، شااوخوا دوه سوه اور وژونکي یې سیمې ته استولي، څو لګېدلی اور ووژني او د شااوخوا ودانیو څخه خلک وباسي.
په پاریس کې د پرله پسې نهمې شنبې لپاره د زېړ واسکټو په نوم د معترضانو د اعتراضونو تمه کېږي او په همدې خاطر په دې ښار کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د پاریس د ښار د مرکز ډېرې برخې د بلوا ضد پولیسو له خوا تړل شوي دي.
دا اعتراضونه په لومړي سر کې د سون پر موادو د مالیې د لوړولو په وړاندې راپورته شول، خو وروسته چې فرانسوي ولسمشر ایمانوئل مکرون له خپلې پرېکړې بېرته په شا شو، معترضینو خپلې غوښتنې زیاتې کړې او اوس د ولسمشر د استعفا سربېره د تنخواګانو د لوړولو او نورو مالیو د کمولو غوښتنه کوي.