د امریکا د فډرالي ادارو د یوې برخې د تړل کېدو نن ۲۱مه ورځ ده
د امریکا د حکومت د د فډرالي ادارو د یوې برخې د تړلو نن ۲۱مه ورځ ده.
دا د امریکا په تاریخ کې د فډرالي ادارو تر ټولو اوږده رخصتي ده.
د دې ستونزې د پای ته رسولو لپاره تر اوسه د کانګرس د ډموکراټو غړو او سپېنې ماڼۍ خبرو اترو کومه نتیجه نه ده ورکړې.
د امریکا یو شمېر فډرالي ادارې د ډېسمبر د ۲۲ مې نېټې راهېسې وروسته له هغې وتړل شوې چې د امریکا د کانګرس ډموکراټو غړو د یو دېوال د جوړولو لپاره د ولسمشر ټرمپ له خوا غوښتل شوې بودجه رد کړه.
د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ له مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړول د ملي امنیت سره یوه تړلې مسئله بولي، خو د امریکا ډموکراټان بیا دا چاره یو بېځایه لګښت بولي.