په ننګرهار کې څه د پاسه یو ټن نشه يي مواد ونیول شول
په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه یو ټن نشه يي مواد ونیول شول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د ننګرهار له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په شیرزادو ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي موادو یوه کارخانه ویجاړه او له دې کارخانې څخه یو ټن مورفین او پنځه نیم کیلو ګرامه چرس تر لاسه او هم هلته وسوځول شول.
په دوهمه پېښه کې د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو څلور عملیاته وکړل چې په نتېجه کې یې په سره رود او مومنددرې ولسوالیو کې په څلورو موټرو کې (۱۸۵) کیلو ګرامه چرس ونیول.
د یادونې وړ ده چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور پنځه کسان هم نیول شوي دي.