امریکا له سوریې د ایراني ځواکونو د ایستلو لپاره هڅو ته دوام ورکوي
مایک پامپیو چې پرون پنجشنبه د قاهرې په امریکايي پوهنتون کې یې خبرې کولې، وویل:
"امریکا به له سوریې څخه د وروستني ایراني سرتېري د ایستلو لپاره له ډیپلوماسۍ او له خپلو شریکانو سره له همکارۍ کار واخلي، امریکا همداراز هڅه کوي چې د ملګروملتو په مشرۍ د یوې پروسې له لارې د سوریې خلکو ته چې له ډېره وخته کړېږي، سوله او ارامښت راوړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، ترڅو چې ایراني پوځیان او نیابتي ځواکونه له سوریې ونه وځي او د یوه سیاسي حل خوا ته یې کلک ګامونه نه وي اخیستل شوي، واشنګټن به د بشار د رژیم تر کنټرول لاندې سیمو په بیارغونه کې ونډه وانه خلي.