د رد شويو افغان پناه غوښتونکو یوه ډله له جرمني کابل ته را ورسېده
د ۲۰۱۶ میلادي کال له ډېسمبر مياشتې راهيسي دا د رد شويو افغان پناه غوښتونکو شلمه ډله ده چې له جرمني بېرته افغانستان ته را لېږل کېږي.
تر اوسه ټول ۴۷۵ افغان پناه غوښتونکي له جرمني را ايستل شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغانانو ايستل د منتقدینو لپاره د بحث موضوع ده، ځکه دغه یو شمېر رد شوي کسان د افغانستان داسې سيمو ته ځي چې د طالبانو د حملو له تهديد سره مخ دي.