امريکا له سوريې د ټولو پوځيانو ايستل په یوه شرط پورې تړلي
دا خبره د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن نن اسرائيل ته د سفر پر مهال کړې ده.
ښاغلي بولټن وويل، له سوريې د ټولو امريکايي پوځيانو وتل په سوريه کې د داعش ترورېستي سازمان د ټولو عناصرو په ماتې پورې مشروط وو.
د امريکا د ملي امنيت سلاکار وايي، له سوريې يې د پوځيانو وتلو ته لا کوم مهالوېش نه دى ټاکل شوى.
د جان بولټن په خبره، ولسمشر ډونالد ټرمپ د داعش د خلافت ړنګېدل غواړي.
ولسمشر ټرمپ په هغه ويډيويي پيغام کې چې د ډېسمبر په ٢٠مه يې په ټوېټر کې خپور کړى و، ويلي چې ټول امريکايي پوځيان به بېرته امريکا ته ستنېږي.