اوکراین وایي، له اوربند سره سره یې یو سرتېری وژل شوی
د اوکراین دفاع وزارت نن ویلي چې بیلتونپالو دا اوربند نقض کړی دی او تېره ورځ یې په ټوپک لاسي بم او د هاوان درې ځلې ډزې کړي دي.
د اوکراین دفاع وزارت زیاتوي د اوکرایني پوځیانو په متقابلو ډزو کې یو بیلتون غوښتونکی وژل شوی او څلور نور یې ټپیان دي.
بیلتون پالي هم حکومتي ځواکونه د اوربند په نقضولو تورنوي.
د اوکراین په ختیځ کې په څلور کلنه جګړه کې تر لس زره او ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.