د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې چاودنې ۱۶ تنه وژلي
دا پیښه د دوشنبې په ورځ د یوې چاودنې په نتیجه کې شوې ده.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت نن ویلي چې تر دې ودانۍ لاندې شویو کسانو د مړو د را ایستلو هڅې دوام لري. تر اوسه ۲۵ تنه نور لادرکه دي.
روسي چارواکي وایي، په مړو شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
د یوه ماشوم په ګډون شپږ تنه نور د خاورو له انبارونو څخه ژوندي رایستل شوي دي او روغتون ته انتقال شوي.
پلټونکي وایي، دا چاودنه د طبیعي ګاز د چاودنې له کبله شوې.
د روسیې تحقیقاتي ادارې پرون وویل چې داسې نښې یې نهدي موندلي چې وښیې په ودانۍ کې دې چاودیدونکي مواد ځای پرځای شوي وي.