راشد خان په ۲۰۱۸ کې د ډېرو وېکټو اخیستو ریکارډ پهخپل نوم کړ
د کرکټ د نړیوالې شورا د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، راشد خان په تېر کال کې په ۲۰ نړیوالو يو ورځنیو لوبو کې د ۴۸ وېکټو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام لري.
په ۲۰۱۸ میلادي کال د ډېرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو په نوملړ کې:
د هند کولدیپ يادو په دوهم. د انګلېنډ عادل رشید درېیم. او مجیب ځدراڼ بیا په څلورم ځای کې دی.
راشد خان په تېر میلادي کال کې د نړۍ په غوره لیګونو کې هم تر نورو توپ اچوونکو مخکې دی او توانېدلی چې ۹۶ وېکټې ترلاسه کړي.
راشد خان تر دې مهاله ۵۲ يو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۱۱۸ وېکټې او په ۱۴۲ شل اوریزو لوبو کې ۱۴۲ وېکټې اخیستي دي.