ولایتي شورا: په سمنګان کې د طالبانو ترورېستي فعالیت زیات شوی
د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري وايي چې په خرم-سارباغ او په دره صوف ولسوالیو کې د طالب وسله والو فعالیت زیات شوی او هغوی د تخریبي فعالیتونو ترڅنګ، سیمه ییز مخور او قومي مشران هم وژني او له پراختیایي پروژو باج اخلي.
په همدې حال کې د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي سره له دې چې په دې ولایت کې د طالبانو حضور تأییدوي، خو وايي چې سیمه ییز حکومت په هڅه کې دی ترڅو د طالبانو دا ترورېستي او تخریبي فعالیتونه شنډ کړي.
وسله والو طالبان په سمنګان ولایت کې د هغوی د فعالیت د زیاتېدو او محلي چارواکو د ادعاو په اړه تر دې دمه تبصره نه ده کړې.