دفاع وزارت: لس ولایتونو کې ۵۹ وسله وال وژل شوي
د دفاع وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، پکتیکا، خوست، غزني، دایکنډي، هرات، فاریاب، بغلان، بدخشان او هلمند کې شوي، ۵۹ وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.
د خبرپاڼې له مخې په دې موده کې ۱۱ ګډ تصفویوي عملیات شوي.
د ځانګړو کوماندو ځواکونو لهخوا ۹۹ او هوایي ځواکونو هم د ځمکنیو ځواکونو په ملاتړ ۵۱ ماموریتونه ترسره کړي دي.
دفاع وزارت په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.