د روسیې په سایبریا کې یوه هلیکوپټره غورځېدلې ۴ تنه یې وژلي
د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس د راپور له مخې دا پېښه نن د سایبریا د بوریاتا د سیمې اولان اودې ښار ته نژدې شوې ده.
تراوسه نهده معلومه چې دا یوه ملکي او که پوځي هلیکوپټره وه.
په سایبریا کې په مخکینیو دا ډول خونړیو پېښو کې ډېرې مې ۸ هلیکوپټرې ښکېلې وې چې ویل کېږي سمې نه ساتل کېږي او نه هم د خوندیتوب مقرراتو ته یې پاملرنه کېږي.