مصر د ترهګرو په وړاندې په بریدونو کې ۴۰ کسان وژلي
د مصر د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل، په جیزه او شمالي ښار سینا کې یې د ترهګرو په درې پټنځایونو په همغږو بریدونو کې ۴۰ کسان وژلي.
د مصر دولتي ټلویزیون د کورنیو چارو د وزارت په حواله ویلي، ترورېستي عناصرو پلان درلود چې پر دولتي ادارو، د سیلانیانو پر سیمو، امنیتي ځواکونو او کلیساګانو یو لړ بریدونه ترسره کړي.
د مصر د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې پولیسو په دې عملیاتو کې په زیاته اندازه وسلې، چاودېدونکي مواد او بم جوړونکي وسایل نیولې دي.
د جمعې په ورځ د مصر اهرامونو ته نېږدې د ویتنامي سیلانیانو پر یوه بس بمي چاودنه وشوه چې په کې درې ویتنامي سیلانیان او د هغوی مصري لارښود ووژل شول.
یولس نور ویتنامي سیلانیان او د هغوی مصري موټر چلوونکي په دې چاودنه کې ټپیان شوي وو.