چارواکي: د کندز – تخار لویه لاره د ټرافیکو په مخ تړل شوې
د خان اباد ولسوال حیات الله امیري نن سهار ازادي راډیو ته وویل، دمګړۍ په سیمه کې درنه جګړه روانه ده او سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي دي.
نوموړي زیاته کړه چې وسله وال طالبان د شاتګ په حال کې دي، ښايي ژر دا لویه لاره د ټرافیکو پرمخ خلاصه شي.
د کندز – تخار لویه لاره په شمال ختېځ زون کې یوه له ناامنه لویو لارو ده چې وخت نا وخته د نښتو او جګړو له کبله تړلې وي.