چارواکي: د کندز په ناامنو سیمو کې تصفیوي عملیات دوام لري
د نوموړې ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني د وسله والو طالبانو د ځپلو په برخه کې د ناټو د غوځ ملاټر ماموریت د ځواکونو ملاټر ګټور بولي او وایي:
"موږ هڅه کوو چې په ناامنو سیمو کې د امنیت د ټېنګښت په هدف ځواکونونه ځای پرځای کړو او دغه راز له خلکو غواړو چې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي، څو په سیمه کې ډاډمن امنیت رامنځته شي."
د کندز امنیتي چارواکي په داسې حال کې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د تصفیوي عملیاتو د دوام خبر ورکوي چې له دې وړاندې خلکو د کندز ښار اړوندو څنډو کې او دغه راز په ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د پراخه شتون له کبله خپلې اندېښنې څرکند کړې وې.