د سومالیا په پلازمېنه کې دوو چادونو شپږ کسان وژلي
یوه پوځي چارواکي ویلي، د شنبې په سهار د دې چاودنو په قربانیانو کې سرتېري او ولسي خلک دواړه شامل دي.
له القاعده شبکې سره تړلې د الشباب ډلې د دې بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی.
الشباب په سومالیا کې د حکومت د نسکورولو لپاره له څو کلونو راهېسې جنګېږي.
په تېره یوه لسیزه کې د الشباب وسله والو په خپلو بریدونو کې زرګونه سومالیایان او همدارنګه په ختیځه افریقا کې سلګونه نور ملکیان وژلي دي.