بيګون: د شمالي کوریا د اټمي وسلو د بندولو په اړه به موافقه وشي
سټیفن بیګون نن، د ډسمبر۲۱مه، د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د جنوبي کوریا له چارواکو سره ګوري.
هغه ویلي چې واشنګټن او سیول غواړي چې د کوریاګانو په ټاپو وزمه کې دښمني پای ته ورسېږي او د دې سیمې ټولو خلکو ته نوې او روښانه راتلونکي جوړه شي.
بیګن له جنوبي چارواکو سره تر کتنې مخکې وویل، کوم کار چې موږ یې دلته کوو، یوازې د امریکا او جنوبي کوریا د اړیکو لپاره نه بلکه د ټولې ټاپو وزمې لپاره دی.
شمالي کوریا د ډسمبر په ۲۰مه وویل چې په یو اړخېز ډول به هېڅکله هم داټمي وسلو خپل پروګرام بند نهکړي او لومړی باید امریکا له اټمي تهدیده لاس واخلي.