ټرمپ: جېمز مټېس به د ۲۰۱۹ میلادي کال په فبرورۍ کې تقاعد وکړي
ټرمپ پرون، د ډسمبر۲۰مه، دا خبر پر ټوېټر خپور کړ.
خو جېمز مټېس په خپل استعفا لیک کې لیکلي چې نظرونو يې په بشپړ ډول د جمهور رئیس له نظر سره مطابقت نه درلود او په خپلو اساسي اختلافي مسايلو کې يې د روسیې او چین په اړه د پالیسیو یادونه کړې ده.
جېمز مټېس د ډونالډ ټرمپ په اداره کې له داسې کسانو و چې اتکا ورباندې کېدلای شوای.
د مټېس د استعفا د لیک متن پرون خپور شو.
د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکو او ډموکراټانو د دې خبر په اړه له خبرداري ډکې خبرې کړي دي.
د امریکا د کانګرس د استازو مجلس ډموکراټې غړې، نانسي پلوسي پرون خبریالانو ته وویل،فکر کوم چې هر وګړی باید د هغه د استعفا لیک ولولي چې د وطنپرستۍ له احساس او ولسمشر ته له درناوي ډک دی، خو هغه ارزښتونه هم څرګندوي چې هغه ته ګران دي.