د غزني چارواکي: په یوه کمین کې ۶ وسلهوال وژل شوي
د غزني ولایت ویاند محمدعارف نوري د پنجشنبې په ورځ ماښام ازادي راډیو ته وویل، د غزني د مرکز اړوند کاریز بالا په سیمه کې د اوپراتیفي معلوماتو پر بنسټ د پولیسو د چټک غبرګون قطعې پهدې کمین کې شپږ وسلهوال وژلي او څلور یې ټپیان کړي دي.
د ښاغلي نوري په وینا د وسلهوالو دوه جسدونه په سیمه کې پاتې دي او حکومتي ځواکونو ترې یوه اندازې وسلې او مهمات هم نیولي دي.
بل لور ته وسله والو طالبان هم مني چې په دې برید کې د دوی جنګیالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو شمېره يې کمه ښيې.
د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوه تنه وسله وال وژل شوي او یو بل ټپي دی.